مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۸ لمریز کال غویي د میاشتې ۲۲ مه

zia_omid

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۴۴ ترهګرو وژل کیدل

کابل-افغانستان: د هیواد دفاعی او امنیتی ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې ۵ ګډ پلان شوي تعرضي او چاڼیز عملیات، ۸۴ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۱ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو پر ځالو او د دوی د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان هوایي ځواکونو۱۳۶ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۴۴ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۱۸ تنه نور ټپیان شوي او ۲ تنه نیول شوي دي. دا عملیات د غوڅ ملاتړ او افغان هوایي ځواکونو په ملاتړ د ارزګان، کندز، زابل، هلمند، کاپیسا، بغلان، بلخ، فاریاب، غزني او ننګرهار په ولایتونو کې تر سره شوي دي، چې په پایله کې، د کندز ولایت په مرکز او چهاردره ولسوالۍ کې ۱۸ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۵ تنه ټپیان شوي، د دښمن ۲ میله ۸۲ ملي متری توپونه ، ۴ میله کلاشینکوف او یو میل هاوان له منځه وړل شوي، د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ کې ۱۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه ټپیان شوي، ۳۹ میله کلاشینکوفونه، ۲ میله ام ۱۶، ۲ میله پیکا، یوه قبضه راکټ، ۲ پایې مخابرې، د ماین جوړولو ۳۷ پلېټونه، ۱۷ کړۍ ماینونه د افغان ځواکونو لاسته راغلي او د غزني ولایت په جاغوریو ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه نور ټپیان شوي دي. همدا راز، د هلمند ولایت په کجکي او سنګین ولسوالیو کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ژوندي نیول شوي یو موټر له منځه وړل شوی او ۶ سیټه مبایلونه او ۲۱ کیلو تریاک لاسته راغلی، د زابل ولایت د نوبهار په ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټر سایکل له منځه وړل شوي او د ننګر ولایت په ده بالا ولسوالۍ کې یو تن ترهګر هلاک شوی دی. دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.