مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۸ لمریز کال غویي د میاشتې ۲۱ مه

zia_omid

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۵۲ ترهګرو وژل کیدل.

کابل-افغانستان: د هیواد دفاعي او امنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې ۶ ګډ پلان شوي تعرضي او چاڼیز عملیات،۸۸ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۱ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو پر ځالو او د دوی د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان هوایي ځواکونو۱۲۰ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۵۲ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه نور ټپیان شوي دي. دا عملیات د غوڅ ملاتړ او افغان هوایي ځواکونو په ملاتړ د پکتیکا، فاریاب، پکتیا، غزني، کندهار، ارزګان، کندز، هرات، هلمند، بغلان بادغیس، بلخ، غور او کاپیسا په ولایتونو کې تر سره شوي دي، چې په پایله کې د پکتیکا ولایت په برمل ولسوالۍ کې د حقاني شبکي اړوند ۱۷ تنه ترهګر وژل شوي، یو پټنځای او یوه عراده موټرسایکل له منځه وړل شوي، د فاریاب ولایت په خواجه سبزپوش ولسوالۍ کې ۱۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۶ تنه ټپیان شوي او څلور کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي، د کندز په امام صاحب ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه نور ټپیان شوي، د دښمن ۲ پټنځایونه، ۲ موضع ګانې او یوه اندازه سلاح او مهمات له منځه وړل شوي او د ارزګان په چوره ولسوالۍ کې۴ تنه ترهګر وژل شوي،۳ تنه نور ټپیان شوي او یوه اندازه سلاح او مهمات له منځه وړل شوي دي. همدا راز، د غزني ولایت په اندړو او قره باغ ولسوالیو کې ۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي او یو موټرسایکل لاس ته راعلی، د پکتیا ولایت په زرمت ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی، هرات ولایت په فارسي ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو موټرسایکل له منځه وړل شوی او د هلمند ولایت په نادعلي ولسوالۍ کې یو تن ترهګر هلاک او یو میل کلاشینکوف د افغان امنیتي ځواکونو راغلی دي. دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.