په بالامرغاب کې د افغان ملي، دفاعي او امنیتي ځواکونو عملیات په بریالیتوب روان دي
دویم پړاو په تیرو۴۸ ساعتونو کې د عملیاتو دوهمه مرحله (یرغلیزه مرحله) پیل شوې، چې د ځمکنو، کماندو، د ملي امنیت او ملي پولیسو د ځانګړو ځواکونو او همدا راز د هوایي ځواکونو په ځواکمنو او هدفمندانه بریدونو کې ۹۹ تنه طالب ترهګر وژل شوي او ۲۵ تنه ټپیان شوي دي. د دښمن یوشمیر موټر، موټرسایکلونه، سلاح او مهمات د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو لاسته ورغلي او یا هم په سیمه کې سوځېدلي دي. له ترهګرو څخه د پاکولو په موخه د بالامرغاب په ولسوالۍ کې چاڼیز عملیات په شدت سره دوام لري. د جزیاتو په اړه به یې مالومات له رسنیو او د افغانستان له شریفو خلکو سره شریک کړل شي.
له بدمرغه د دې نښتو په ترڅ کې ۸ تنه ملي اردو او ۴ تنه د ملي پولیسو ځواکونه، چې په ډیره زړورتیا سره یې د وطن او ملي نوامیسو څخه د دفاع په لار کې د ژوند تر وروستۍ سلګۍ پورې په میړانه او افغاني غیرت سره جنګیدل، شهیدان او ۱۰ تنه د ملي اردو ۲۴ تنه ملي پولیس ټپیان شوي دي. بل اړخ ته ترهګر د جنګ له سیمې څخه د خپلو وژل شویو د جسدونو د لیږد توان نلري، جسدونه یې د سره صلیب کمیټې له خوا د ټولیدو په حال کې دي. د افغانستان هوایي ځواکونه په وخت سره د افغان ځواکونو ټپیان د جنګ له سیمې څخه روغتیایي مرکزونو ته لیږدوي او د شهیدانو پاک جسدونه په انساني کرامت احترام سره د دوی معظمو کورنیو ته سپاري.