مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۸ لمریز کال وري د میاشتې ۱۷ مه  نیټه

s.mohmand

هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۱۲ ترهګرو مرګ ژوبله

هلمند: په نهرسراج ولسوالۍ کې، د افغان ځواکونو سره په همغږۍ د غوڅ ملاتړ د هوایي برید په ترڅ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پتنڅای له منځه وړل شوی.

پکتیکا: د سروبي او برمل په ولسوالیو کې، د افغان ځواکونو سره په همغږۍ د غوڅ ملاتړ د هوایي برید په پایله کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي دي.

زابل: په ارغنداب ولسوالۍ کې، د ځمکنیو ځواکونو په ملاتړ د افغان هوایي ځواکونو د هوایي برید په ترڅ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان او د دښمن یوه عراده موټر له منځه وړل شوی دی.

غزني: د مقر او قره باغ په ولسوالیو کې، د ۲۰۳ تندر قول اردو د درېیمې لوا د پرسونل په ځوابي بریدکې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه ټپیان شوي دي.

بادغیس: په بالامرغاب ولسوالۍ کې، د ملي اردو ځمکني او هوایي عملیات دوام لري، دښمن ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده، چې په اړه به یې نور جزیات وروسته خپاره کیږي.

زموږ عملیات د ننګرهار، کندهار، هرات، فراه، بلخ، او نیمروز په ولسوالیو کې په بریالیتوبه سره دوان دي، چې د لاسته راوړنو په اړه به یې نور جزیات وروسته د ټولیزو رسنیو له لاري هیواد والو ته ورسول شي.

په خواشینۍ سره چې په دغو نښتو کې یو شمیر د ملي اردو زړور سرتیري چې د هیواد د دفاع او د اسلامي او انساني ارزښتونو لپاره په ډیره میړانه د ژوند تر آخره سلګۍ پوري د دښمن پر وړاندې یې مبارزه کړي، شهیدان او ټپیان شوي دي . د ملي دفاع وزارت مشرتابه د پاک الله له درباره څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ژر تر ژر روغتیا او پاتې کورنیو ته یې د زړه صبر غواړي. ټپیان ژر تر ژره د درملې لپاره  د ملي اردو روغتیایي مرکزونو ته لیږدول شوي دي.