مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۸ لمریز کال وري د میاشتې ۱۴ مه نیټه
د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۷۶ ترهګرو مرګ ژوبله
کابل-افغانستان: د ملي اردو ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۹ ګډ پلان شوي تعرضي او چاڼیز عملیات،۸۲ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۵ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو پر ځالو او د دوی د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۳۲ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۷۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي، ۲۴ تنه نور ټپیان او د ۵ تنو شکمنو کسانو په ګډون، ۱۰ تنه ترهګر نیول شوي دي.
دا عملیات د باغیس، بدخشان، فاریاب، فراه، هلمند، غزني، ارزګان،ننګرهار، کاپیسا، کونړ، بغلان، بلخ او نیمروز په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې:
بادغیس: د بالامرغاب او جوند په ولسوالیو کې، د افغان ځواکونو سره په همغږۍ، د غوڅ ملاتړ د هوایي برید په ترڅ کې ۲۶ تنه ترهګر وژل شوي، دری تنه ټپیان او یو ضرب ۸۲ ملي متره توپ له منځه وړل شوی دی.
بدخشان: د ارغنجخوا په لسوالۍ کې، د پامیر شلمې فرقې د دیمې لوا او د کماندو ځواکونو د چاڼیزو عملیاتو په ترڅ کې ۱۵ تنه طالب ترهګر وژل شوي، ۱۳ تنه ټپیان شوي دي، د ولسوالۍ تعمیر، د امنیه قومانداني ، د دشت پینګ مکتب، نوآباد او د اوران شهر سمې د دښمن له شتون څخه پاکې شوي او په بشپړه توګه له سیمې څخه د دښمن د پاکولو په موخه چاڼیز عملیات دوام لري.
فاریاب: د قیصار په ولسوالۍ کې، د غوڅ ملاتړ د هوایي ځواکونو په ملاتړ، د افغان ځانګړو ملي لوا ځواکونو د عملیاتو په پایله کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قومندان مولوي روحاني په ګډون ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه نور له یو شمیر وسلو او مهماتو سره نیول شوي دي.
فراه: په لاشجوین ولسوالۍ کې، د ۲۰۷ ظفر قول اردو د دهمې لوا د منسوبینو په ځوابي برید کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان او د دښمن یو موټر له منځه وړل شوی دی.
هلمند: د مارجې او سنګین په ولسوالیو کې، دافغان ځواکونو سره په همغږۍ د غوڅ ملاتړ د هوایي بریدونو او د ځانګړو ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي، دوه بابه د سلاح او مهماتو زیرمې له منځه وړل شوې، ۵ تنه شکمن کسان نیول شوي او یوه پایه مخابره لاسته ورغلې ده.
غزني: د اندړو، ګیرو او قره باغ په لسوالیو کې، له افغان ځواکونو سره په همغږۍ د غوڅ ملاتړ د هوايي بریدونو او د تحرکاتو لوا د پرسونلو د ځوابي برید په پایله کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ تنه ټپیان، ۲ موټر او ۲ موټرسایکلونه له منځه وړل شوي دي.
ارزګان: د نایچین مرکز په سیمه کې، د افغان ځواکونو په همغږۍ د غوڅ ملاتړ په هوایي برید کې دوه تنه ترهګر وژل شوي دي.
ننګرهار: په اچین ولسوالۍ کې، د افغان ځواکونو په همغږۍ د غوڅ ملاتړ د هوايي برید په ترڅ کې ۲ تنه داعشیان وژل شوي دي.
کاپیسا: په نجراب ولسوالۍ کې، د ۲۰۱ سیلاب قول اردو د درېیمې لوا د ځواکونو د ځوابي برید کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي دي.
زموږ عملیات د کنړ، بغلان، بلخ او نیمروز په ولایتونو کې په بریالیتوب سره په مخ روان دي. د لاسته راوړنو په اړه به نور مالومات د رسنیو له لاري وروسته له هیواد والو سره شریک کړو.
په خواشینۍ سره چې په دغو نښتو کې درې تنه د ملي اردو زړور سرتیري چې د هیواد د دفاع او د اسلامي او انساني ارزښتونو لپاره په ډیره میړانه د ژوند تر آخره سلګۍ پوري د دښمن پر وړاندې یې مبارزه کړي، شهیدان او ۹ تنه ټپیان شوي دي . د ملي دفاع وزارت مشرتابه د پاک الله له درباره څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ژر تر ژر روغتیا او پاتې کورنیو ته یې د زړه صبر غواړي. ټپیان ژر تر ژره د درملې لپاره د ملي اردو روغتیایي مرکزونو ته لیږدول شوي دي.