مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۸ لمریز کال وري د میاشتې ۱۲ مه نیټه

s.mohmand

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۳۶ ترهګرو مرګ ژوبله

کابل-افغانستان: د ملي اردو ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې۶ ګډ پلان شوي تعرضي او چاڼیز عملیات،۸۴ ځانګړي کوماندویي دندې او ۷ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو پر ځالو او د دوی د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړي ، د افغانستان هوایي ځواکونو ۸۴ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۳۶ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۵تنه ټپیان او ۲ تنه شکمن کسان نیول شوي دي.

دا عملیات د کونړ، ننګرهار، غزني، کندهار، ارزګان، زابل، بادغیس، فراه، بغلان، بلخ، نیمروز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې:

بغلان : مرکز پلخمري کې، د ځانګرو ځواکونو د قول اردو د دویم ضربتي کنډک ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۱۰ تنه ترهګر وژل شوي او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي .

ارزګان: مرکز خان آقا سیمه کې، د غوڅ ملاتړ هوایي ځواکونو د ملي اردو ځواکونو په همغږګې سره هوایي برید تر سره کړۍ چې په ترڅ کې یې ۷ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.

بغلان: چشمه شیر سیمه کې، د افغان هوایي ځواکونو د ۲۰۹ شاهین قول اردو د دویم کنډک د لویمې پلې لوا ځواکونو د ملا تړ په موخه هوایي برید تر سره کړۍ جې په ترڅ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان حاجي ملا په ګډون ۷ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ تنه نور ټپيان شوي دي.

بلخ: د چمتال ولسوالۍ کې، د غوڅ ملاتړ هوایي ځواکونو د ملي اردو ځواکونو په همغږګې سره هوایي برید تر سره کړۍ چې په ترڅ کې یې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او د دښمن یو پټنځای له منځه وړل شوی دی.

فراه: د پشت رود ولسوالۍ کې، د ځانګرو ځواکونو د قول اردو د دویم ضربتي کنډک ځواکونو د ځانګړو عملیاتو پر مهال ۲ تنه ترهګر وژل شوي،۷ تن ټپیان او یو میل هاوان له منځه وړل شوی دی.

زابل: د ځانګړو ځواکونو قول اردو د ضربتي کنډک ځواکونو د عملیاتو پر مهال ۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو میل کلاشینکوف لاسته راغلی دی.

نیمروز : د لارام ولسوالي کې، د ملي اردو۲۱۵ میوند قوا اردو د څلورمې پلې لوا ځواکونو د چانیزو عملیاتو پر مهال، یو تن ترهګر وژل شوی، ۲ تنه ټپیان، ۲ تنه شکمن کسان نیول شوي، یو موټر له منځه وړل شوی، ۷ موټر سایکلونه او یو شمیر مهمات لاسته راغلي دي.

زمونږ عملیات د ننګرهار، کونړ، غزني، کندهار، بادغیس او هلمند ولایتونو کې په ښه توګه د پر مختګ په حال کې دي چې د دغو عملیاتو د لاسته راوړنو په هکله به خیلو هیوادوالو سره د رسنیو د لارې وروسته معلومات شریکه کړو.

په خواشینۍ سره چې په دغو نښتو کې ۵ تنه د ملي اردو زړور سرتیري چې د هیواد د دفاع او د اسلامي او انساني ارزښتونو لپاره په ډیره میړانه د ژوند تر آخره سلګۍ پوري د دښمن پر وړاندې یې مبارزه کړي، شهیدان او یو شمیر ټپیان شوي دي . د ملي دفاع وزارت مشرتابه د پاک الله له درباره څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ژر تر ژر روغتیا او پاتې کورنیو ته یې د زړه صبر غواړي. ټپیان ژر تر ژره د درملې لپاره د ملي اردو روغتیایي مرکزونو ته لیږدول شوي دي.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.