د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې تعليمی مرکز څخه ۳۵۰ تنه ځوان منسوبین څخه فارغ شول

web_admin

د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې تعليمی مرکز څخه ۳۵۰ تنه ځوان منسوبین له درې میاشتنیو نظامي، عقیدتي او فرهنګي زده کړو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یادو مراسمو کې د بدخشان ولایت مرستیال والي قاري محمد طیب، د ملي دفاع وزارت د بشري سرچینو رئیس مولوي احمدالله سعید، د فرقې مرستیال قاري عبدالواصل نظري او ګڼ شمېر نورو مسؤلینو ګډون درلود.

مسؤلینو پخپلو خبرو کې د اسلامي اصولو او ارزښتونو پوره پابندي، او د خلکو او ټولنې ته خدمت پر ژمنتیا ټینګار وکړ او زیاته یې کړه: لکه څرنګه چې د اسلامي امارت له فتوحاتو وړاندې د قربانۍ او فداکارۍ لپاره چمتو وو، اوس هم غواړي چې د دین، خلکو او خپل هېواد د خدمت لپاره سختې وګالي او د دې لپاره سختې روزنې ترلاسه کړي.

دغه مراسم فارغانو د تصدیق پاڼو په ویشلو او دعایه کلام سره پای ته ورسېدل.