د حضرت ابو دجانه بن خرشه "رض" دقوماندانیت او قرارګاهي له اکاډمۍ څخه٧٦ تنه ځوان منسوبين فارغ شول

s.mohmand

  
د ملي دفاع وزارت بېلابېلو قطعاتو او سیمه ييزو قول اردوګانو ٧٦ تنه ځوان منسوبين د حضرت ابوعبیده بن جراح "رض" ملي دفاع پوهنتون اړوند دحضرت ابودجانه بن خرشه د قوماندانیت او قرارګاهی اکاډمۍ له شپږ اونیز  مسلکي او نظامي زده کړو د ترلاسه کولو څخه وروسته نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.  

يادو مراسمو کې د يادې اکاډمۍ قوماندان الحاج عبدالناصر" بې سرحده پتنګ " او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبینو ګډون درلود؛ مسؤلینو نویو فارغانو ته هر اړخیزي علمي ویناوې وکړې او زیاته یې کړه، چې دخپل اسلامي نظام د ساتلو لپاره په هره برخه کې علم حاصل کړئ، د خپلو امراوو اطاعت وکړئ په ځانونو کې تقوا پیدا او کوم مسؤليتونه چې در سپارل شوي دي په احسنه توګه ترسره کړئ.

ورته مهال نویو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې هر وخت او هرځای کې به خپل اسلامي نظام ته خدمت کوي او هېڅکله به هم خپل ځانونه له هر ډول قربانۍ څخه درېغ نکړي؛ غونډه نویو فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.