د ملي اسلامي اردو منسوبینو لخوا د تخار په فرخار کې ګڼ شمېر مهمات او وسلې کشف او ضبط شوي
د ۲۱۷ عمري قول اردو اړوند دویمې پلې ابوعبیده بن جراح «رض» لواء چې په تخار ولایت کې موقیعت لري د کشفي او استخباراتي بیدارو منسوبینو د یو لړ اوپراتیفي راپورونو پر اساس، د دې ولایت د فرخار ولسوالۍ د خرماب کلي څخه ګڼ شمېر بېلابېل ډوله وسلې او مهمات کشف او ترلاسه کړل.
په یادو مهماتو کې: ۶ فیره د هاوان سرګولولې، ۵۲ فیره نارنجک انداز، ۶ بکسې د روسي دهشکې مرمۍ، ۲ فیره د ۸۲ مليمتري روسي مرمۍ، ۵ حلقې د پرسونل ضد ماینونه، ۱۸ بکسې د روسي پیکا مرمۍ، ۲۱ فیره د هاوان مرمۍ، ۹ د راکټ سوق مرمۍ، ۱ فیره د راکټ مرمۍ، ۱ قاب غیر فعال د ورځې دوربین، او ۲ میله روسي کلاشنکوفونه شامل دي.
په دې تړاو یو تن مشکوک کس له سیمې تښتېدلی؛ چې د کشفي او استخباراتي ځواکونو تر تعقیب لاندې دی.