د ۲۱۵ عزم قول اردو اړوند دوهمې پلې منصوري لواء کې ۶۵ عرادې وسایط ترمیم شول
د ۲۱۵ عزم قول اردو په دوهمې پلې منصوري لواء کې د تخنیک آمریت د مسلکي پرسونل په هڅو سره په تېرو شپږو میاشتو کې ۶۵ عرادې بیلابیل پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
په دغو وسایطو کې ۳۰ عرادې رينجر، ۱۷ عرادې هاموې ټانګونه، ۱۳ عرادې انټرنیشنل، ۳عرادې هاموې امبولانس او ۲ عرادې کرینګ شامل دي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د يادې لواء په ورکشاپونو کې زیات شمیر پوځي وسايط بیا ځلې ترمیم او د استفادې وړ ګرځیدلي وو.