د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معین د ۱۰۵ تنو منسوبینو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ
د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معین الحاج حافظ عبدالمجید د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له مسلکي زده کړو څخه د بېلابيلو قول اردوګانو د تعلیمي مراکزو ۱۰۵ تنو استادانو په فراغت غونډه کې ګډون وکړ.
د تعلیماتو او پرسونل معین یادو فارغانو ته له اِعداد څخه د فراغت مبارکۍ ویلو تر څنګ اړینې لارښوونې وکړې او زیاته يې کړه: «خپل اعداد ته متوجې شئ، له دښمن سره د مقابلې لپاره چمتووالی ونیسئ او پر وړاندې يې له بېلابیلو تکتیکونو څخه کار واخلئ، له غفلت څخه ځان وساتئ؛ همداراز د اسلامي اردو په لیکو کې په زړورتیا، میړانه او پاک نیت سره خپل مسؤلیتونه سرته ورسوئ».
یادو فارغانو ته د جګړه ایز ملاتړ او جګړه ایزو ځواکونو ښوونځيو په توپچي، انجینري، مخابرې او ګڼ شمير نورو برخو کې د مسلکي او مجربو استادانو له لوري درې میاشتنۍ زده کړې ورکړل شوې دي.
ورته مهال نویو فارغانو اسلامي نظام ته د خدمت په پار بشپړ چمتووالی وښود او غونډه فارغانو ته د مسؤلینو له لوري د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.