د مخابرې او معلوماتي تکنالوژي ریاست له پرمختللې شبکې کورس څخه ۲۵ تنه منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ستردرستیز مخابرې او معلوماتي تکنالوژي ریاست د پرمختللې شبکې له اووه میاشتني کورس څخه د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو  ۲۵ تنه منسوبین نن د اپراسیون رئیس مولوي نورالرحمن "نصرت"، د یاد ریاست رئیس مولوي صلاح الدین "خویدم" او یو شمېر نورو مسؤلینو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د مخابرې او معلوماتي تکنالوژي رئیس مولوي صلاح الدین "خویدم" پخپلو خبرو کې وویل: موږ او تاسو باید په اسلامي نظام کې د زړه له اخلاصه خدمت وکړو او د عبادت په نیت خدمت وکړو، کوشش وکړئ خپل اصلي مسؤلیت ته توجو وکړئ، تاسو د هیواد سرمایه یاست دا یو ستر مسؤلیت دی چې درله غاړې شو.

په پای کې یادو فارغانو په هرځای کې د ښه خدمت کولو ډاډ ورکړ، غونډه فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېده.