د مخابرې او معلوماتي تکنالوژي ریاست په حمایوي قطعه کې یو محراب جومات جوړ او د مسؤلینو له لوري پرانیستل شو

s.mohmand

د ستردرستیز د مخابرې او معلوماتي تکنالوژي ریاست په حمایوي قطعه کې یو محراب جومات د څلور میلیونه افغانیو په لګښت سره جوړ او نن د وسلوال پوځ لوی درستیز مرستیال حاجي مالي خان "صدیق"، د ملي دفاع وزارت سرمفتش مفتي لطیف الله "حکیمي"، یاد ریاست رئیس مولوي صلاح الدین "خویدم" او نورو مسؤلینو په حضور کې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

دغه جومات په یو وخت سره د ۳۰۰ تنه لمونځ کونکو ظرفیت لري، چې د اتو میاشتو په موده کې یې د رغونې چارې بشپړې شوې.