د ۲۰۵ البدر قول اردو د تعلیمي مرکز څخه ۸۵۰ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ۲۰۵ البدر قول اردو د تعلیمي مرکز څخه ۸۵۰ تنه ځوان منسوبين د درې میاشتني مسلکي، نظامي او عقیدتي زده کړو وروسته د يو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

یاد مراسم د ۲۰۵ البدر قول اردو قوماندان ملا احمد شاه "دیندوست"، د قول اردو مرستیال الحاج سید عبدالجبار آغا، د ملي دفاع وزارت هیئت او یو شمېر مسؤلینو او منسوبينو په ګډون ترسره شول.

مسؤلینو د مسلکي، نظامي او عقیدتي زده کړو پر اهمیت او د اسلامي نظام د پاېښت او بقا لپاره د هر اړخيزو خبرو تر څنګ، د یادې قول اردو درستيزوال شیخ نقیب الله "عزیزي" نظم او ډسپلین د اسلامي نظام یو اصل وباله او د راغلو میلمنو څخه یې مننه وکړه؛ ياد مراسم د منسؤبینو له لوري د نمایشاتو په وړاندې کولو او فارغانو ته د تصدیق پاڼو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.