د ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو له ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه منسوبین فارغ شول

s.mohmand

دملي دفاع وزارت اړوند ۲۰۱ خالد بن ولید (رض) قول اردو د ښوونیز مرکز له شپږمې دورې څخه د بېلابېلو جزوتامونو (۱۰۰۰) تنه ځوان منسوبين د مسلکي، عقیدوي او فکري زده کړو له ترلاسه کولو وروسته د قول اردو مرستیال مولوي محمد "نظامي"، لواګانو قوماندانانو، د شرقي زون ولایتونو والیانو، او ګڼ شمېر نورو نظامي او ملکي ادارو مسؤلینو په ګډون د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو مرستیال مولوي محمد "نظامي" فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ وویل: «د دې ښوونیز مرکز د ټولو استادانو او لارښوونکو له تعلیم څخه په پوره معنی ګټه پورته کړئ او په اړونده جزوتامونو کې یې په ځانونو تطبیق کړئ، له ولسونو سره داسې چلند اختیار کړئ، چې هیڅ د شکایت موقع ورته په لاس ورنشي او په ښه شان د ولسونو خدمت وکړئ.»

په پای کې یادو فارغانو خپل پوځي نمایشات او سپورتي تکتیکات د مسؤلینو په حضور کې وړاندې کړل او غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.