د ۲۱۵ عزم قول اردو له ښوونیز مرکز څخه سلګونه تنه ځوان منسوبين فارغ شول

s.mohmand

د ٢١٥ عزم قول اردو د ښوونیز مرکز له شپږمې دورې څخه ١٠٠٠ تنه ځوان منسوبین نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ او ولس ته د خدمت لپاره وړاندې شول.

په یادو مراسمو کې د ۲۱۵ عزم قول اردو قوماندان الحاج ملا شراف الدين "تقي" په ګډون د ملي دفاع وزارت د تعليمات او پرسونل معینیت پلاوي مولوي تاج محمد رهبر، علماء کرامو او ګڼ شمیر منسوبینو برخه اخيستې وه.

مسؤلينو نويو فارغانو ته په وینا کې وویل: چې د شل کلن اشغال پر وړاندې د مجاهدینو بې سارې سرښندنو، اتلوليو او د الله تعالی په الهي نصرت په هېواد کې اسلامي نظام حاکم کړ، په ټول هېواد کې د ملي اسلامي اردو په قطعاتو او جزوتامونو کې مجاهدین اعداد ته وقف شول او دوی به د ملي او اسلامي ارزښتونو، بشپړې خپلواکۍ او د هېواد د سرحدونو څخه په کلکه دفاع کوي.

په پای کې مجاهدینو د مسؤلينو خبرو ته د عملي کولو ژمنه وکړه او مراسم فارغانو ته د بری ليکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.