د وسلوال پوځ لوی درستیز د روغتیایي چارو قوماندانۍ د طبي علومو اکاډمۍ په علمي او مسلکي کانفرانس کې ګډون وکړ
وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت"، سرمفتش مفتي لطف الله "حکیمي"، د روغتیایي چارو قوماندانۍ رهبري هیئت، متخصصینو، او د ساحوي او مرکزي روغتیایي مرکزونو سرطبیبانو په ګډون د روغتیایي چارو قوماندانۍ د طبي علومو اکاډمۍ په تالار کې علمي او مسلکي کانفرانس جوړ شو.
کانفرانس د قران کریم په څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شو؛ ورپسې د طبي علومو اکاډمۍ قوماندان، پوهندوی ډاکټر محمد اسماعیل "وردک" او د بېلابېلو څانګو متخصیصینو خپل پرېزنټېشنونه وړاندې کړل، دوی د هډوکو درملنې لپاره په افغانستان کې د ساین سیسټم د کارونې او نورو برخو کې هم مفصل معلومات وړاندې کړل.
همدا راز د روغتیای چارو قوماندان په خپلو خبرو کې وویل:« د شهید سردار محمد داود خان په ۴۰۰ بستریز روغتون کې په تېرو پينځو میاشتو کې د زړه ۵۸ پیچلي عملیات ترسره شوي دي چې د دې لپاره د پرمختللو طبي وسایلو او درملو چمتووالی په میلیونونو ډالر ارزښت لري او دا د ملي دفاع وزارت لپاره یوه لویه لاسته راوړنه ده».
ورپسې د وسلوال پوځ لوی درستیز قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د دې روغتون د لاسته راوړنو په اړه خپله خوښي څرګنده کړه او وویل:« چې د طبابت علم په یو نظام کې فرض عین دی هغه ټینګار وکړ چې د افغانستان خلک د نارینه او ښځینه ډاکټرانو اړتيا لري او هر څوک باید په لوړ همت سره خلکو ته خدمت وکړي»، پای کې یې په یاد روغتون کې د شته ستونزو د حل ډاډ ورکړ.