د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ اړوند د ساحوي ښوونیز مرکز څخه ٩٠٠ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندانۍ اړوند د ساحوي ښوونیز مرکز څخه ۹۰۰ تنه ځوان منسوبين د معسکر د درې میاشتنیو نظامي زدکړو څخه نن د يو لړ شانداره مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. 

په یادو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د ښوونې او روزنې رئیس شیخ داد محمد "محمدي" ،د ٢٠٩ الفتح قول اردو قوماندان ملا رحمت الله "محمد اکا" او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسؤبینو ګډون درلود؛ د ملي دفاع وزارت د زده کړو او پرسونل معینیت د ښوونې او روزنې رئیس شیخ داد محمد "محمدي" په خپله وینا کې د مجاهدینو د کوښښونو ستاینه وکړه او د افغانستان اسلامي پوځ يې د غليم پر وړاندې ډال او د هېواد د ځمکنۍ بشپړتيا او خپلواکۍ ساتوونکي ياد کړل.

د یادونې وړ ده چې د ٢٠٩ الفتح قول اردو د ساحوي پوځي ښوونیز مرکز څخه دا شپږمه دوره فارغان دي چې په پوځي او عقيدوي برخه کې په بریالي توګه روزل کېږي.