د ملي دفاع وزارت دويم مرستيال په ۲۱۷عمري قول اردو کې د قول اردوګانو او ۲۱۹ عمر ثالث فرقې له مسؤلینو سره وکتل

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت دويم مرستيال او سرحداتو عمومي مسؤل الحاج ملا عبدالقيوم "ذاکر" شمال زون ته د سفر په ترڅ کې د ۲۰۹ الفتح قول اردو قوماندان ملا رحمت الله "محمد"، د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدین "منصور" او د ۲۱۹ عمر ثالث فرقې قوماندان ملا عزیز الله "حقیار" او د نوموړو قول اردو ګانو له مرستیالانو سره په ۲۱۷ عمري قول اردو کې وکتل.

په دغه کتنه کې د یاد وزارت دویم مرستیال الحاج ملا عبدالقیوم "ذاکر" په يو شمير امنيتي مواردو باندې د خبرو کولو ترڅنګ د شمال ختيځ زون د سرحداتو د تازه امنيتي پوستو، ټوليو او ودانيو په اساسي او معیاري شکل جوړولو باندې ټينګار وکړ.

همدا راز د مسؤلینو او مجاهدینو ستونزې او مشکلات یې واورېدل او د هغو د حل کولو ژمنه یې وکړه.