مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۸ لمریز کال وري د میاشتې ۸ مه نیټه
د هلمند په ولایت کې دښمن ته درنه مرګ ژوبله
کابل- افغانستان: د ملي اردو د کماندو ځواکونو، د کشفي او راپورونو پر بنسټ، د دښمن د امنیتي ننګونو د له منځه وړلو په موخه د هلمند ولایت د سنګین ولسوالۍ په سید محمد، حیدر آباد او شورګین کلیو کې یو لړ چاڼیز عملیات پیل کړي، چې په پایله کې ۲۱ تنه ترهګر وژل شوي، ۴ نور ټپیان شوي او د دښمن یوه اندازه سلاح او مهمات له منځه وړل شوي دي.
له نېکمرغه په دغه نښتو کې د ملي اردو ځواکونو ته کوم زیان نه دی رسیدلی او عملیات په بریا سره پاي ته رسیدلي.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.