د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۱۵۶ تنه فارغ شول 

web_admin

د  ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معینیت اړوند د عبدالله بن مسعود"رض" د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د بیلابیلو څانګو له عملي او نظري زده کړو څخه د مرکزي قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو (۱۵۶) تنه منسؤبین او بریدملان نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول. 

په دغو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود"رض" د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله "مدني" او ګڼ شمیر منسؤبینو ګډون کړی وو؛ د جګړه ايزو ګډو زده کړو قوماندان فارغانو ته په خپله وینا کې وویل: «خپل ځانونه له تعصب او نفاق څخه وساتئ او تر لاسه کړي مهارتونه په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نورو مجاهدینو ته هم ور زده کړئ».

په پای کې غونډه فارغانو ته د مسؤلینو له لوري د برۍ لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.