د ٣١٣ مرکزي قول اردو اړوند بامیانو او دارالامان لواګانو کې لسګونه نظامي وسایط ترمیم شول
د ٣١٣ مرکزي قول اردو اړوند د بامیانو څلورمې پلې لواء په تخنیکي ورکشاپ کې د مسلکي ټیم په هڅو سره ٣٤ عرادې بېلابېل پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
په دغو وسایطو کې ۱۲ عرداې رنجر، ۸ عرادې اِنټرنېشنل، ۸ عرادې زغره وال هاموي ټانګونه، ۲ عرادې رنجر ورکشاپ، ۲ عرادې رنجر امبولانسونه، ۱ عراده کرېنګ او ۱ عراده فورکلېفت شامل دي.
همداراز د دارالامان لومړۍ پلې لواء د پنځم تامیناتي کنډک په ورکشاپ کې د تخنیکي او مسلکي مسؤولینو له لوري ١٠ عرادې پوځي رنجر موټران، چې له تېرې ادارې عارضه دار پاتې وو؛ بیاځلې ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.