د ۳۱۳ مرکزي قول دریمې پلې لواء کې ۲۴ عرادې بېلابېل ډول پوځي وسایط ترمیم شول

web_admin

د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د سروبي درېیمي پلې لواء د لومړي پیادہ کنډک په ورکشاپ کې د تخنیک آمریت اړوندو مسلکي منسوبینو له لوري ۲۴عرادې بېلا بېل ډول پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.

په دغو وسایطو کې ۱۲ عرداې زغره وال هاموي ټانګونه، ۷ عرادې اِنټرنېشنل، ۴ عرادې رنجر او یوه عرادہ امبولانس شامل وو.