په نورستان ولايت کې د وسلو او مهماتو یوه لویه ډيپو کشف شوه
د ۲۰۱ خالد بن وليد (رض) قول اردو د کشف او استخباراتو د بيداره مجاهدينو د کشفي راپورونو پر اساس د نورستان ولايت د کامديش ولسوالۍ اړوند ساحه کې د وسلو او مهماتو یوه لویه ډیپو کشف او مهمات یې ترلاسه کړل.
په دغو وسلو کې ۶ ميله درنې وسلې چې (زيکويک، دهشکې، هاوان، اګايس، بيم يک) او لسګونه زره د سپکو او درنو وسلو مرمۍ په لسګونه ميله د کلاشينکوفونو ميلونه او په لوی تعداد نظامي تجهيزات شامل وو.