د پنځمې پلې لوا په ورکشاپ کې ۲۲ عرادې پوځي وسایط ترمیم شول
د ۳۱۳ مرکزي قول اردو اړوند د میدان وردګو ولایت پنځمې پلې لواء د تخنیک آمریت مسؤلینو له لوري ۲۲ عرادې پوځي وسایط ترمیم او ګټې اخیستنې ته چمتو شول.
په یادو وسایطو کې ۱۹ عرادې رنجر، دوه عرادې هاموي ټانګونه او یوه عراده امبولانس شامل دي.