د ۲۰۳ منصوري قول اردو له لوري یو شمېر وسلې او مهمات ونیول شول

web_admin

د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند د څلورمې سرحدي لواء د پنځم  کنډک د کشفي او استخباراتي ځواکونو له لوري پکتيکا ولايت اورګون ولسوالۍ د مندو سعادات کلې کې د کشفي راپورونو پر بنسټ يوه شمېر وسلې او مهمات کشف او ونیول شول.

په نیول شویو وسلو کې ۳ میله کلاشنکوفونه، یو میل روسۍ پیکاه، یو قبضه راکټ، ۶ پایې مټرولا مخابرې، ۷ قبضې لاسي دودي بمونه, ۱۱ قبضې فشنګ او یو جیمر او ګڼ شمېر مهمات شامل وو.