۱۵۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د مرکزي قطعاتو او بیلابیلو قول اردوګانو ۱۵۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د بیلابیلو څانګو له نظري او عملي زده کړو وروسته نن د یو لړمراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
په دغو مراسمو کې د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندان مولوي نصیب الله "مدني" درستیزوال مولوي شیر احمد"محمدي" او ګڼ شمیر مسؤلینو او منسوبینو ګډون کړی وو.
مولوي نصیب الله "مدني"فارغانو ته د وینا پر مهال وویل : د مشرانو د اوامرو اطاعت وکړئ ،د خپل مسؤلیت اړوند مهارتونه او زده کړې ترلاسه کړئ او په خپلو قطعاتو او جزتامونو کې نور مجاهدین هم د مسلکي زده کړو ترلاسه کولو ته وهڅوئ.
په پای کې یادو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتوالی وښود، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.