د ۲۰۳ منصوري قول اردو په دوهمه پلې لواء کې ۳۲ عرادې بېلابېل ډوله پوځي وسایط ترمیم شول

s.mohmand

د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند په دوهمه پلې لواء کې ۳۲ عرادې بېلابېل ډول پوځي وسايط ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

په دغه وسایطو کې هاموې او امراپ ټانکونه، انټرنېشنل، رېنجر موټر او موټر سایکل شامل وو.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم زیات شمېر عارضه دار وسایط د لواء د منسوبینو په هدایت ترمیم او ګتې اخیستنې ته سپارل شوي دي.