د حضرت ابو عبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د حضرت اسامه بن زید ځوان افسرانو اکاډمۍ څخه ۱۶۷ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د حضرت ابوعبیده بن جراح ملي دفاع پوهنتون د حضرت اسامه بن زید ځوان افسرانو اکاډمۍ د تهدابي کورس څخه ۱۶۷ تنه ځوان منسوبین له لومړۍ دورې شپږ میاشتنیو زده کړو څخه وروسته نن د یولړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د تعلیماتو اوپرسونل مرستیال الحاج مولوي بازمحمد "حمیدي" د یاد پوهنتون قوماندان "مولوي محمد هاشم "حذیفه" او ګڼ شمېر مسؤلینو او منسوبین ګډون کړی وو.

مسؤلینو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ زیاته کړه: کوم کارونه چې الله ج راته د کولو امر کړی هغه کارونه به کوو او کوم کارونه چې الله ج ترې منعه کړي یو له هغو څخه به پرهیز کوو، خپلو کړنو ته متوجې اوسئ به هر کار کې خدای ج حاضر وګڼۍ کوشش وکړئ چې چاته ضرر ونه رسوئ.

مراسم فارغانو ته د برۍ لیکونو په ورکولو او دعایې ویلو سره پای ته ورسېدل.