په ازبکستان کې د امریکا سفیر د وروستیو څرګندونو په تړاو د افغانستان اسلامي امارت د ملي دفاع وزارت اعلامیه
په ازبکستان کې د افغانستان اړوندو الوتکو او چورلکو د برخلیک په اړه هر ډول معامله د منلو وړ نه ده.
د ملي دفاع وزارت په ښکاره ویلي، چې د امریکا متحده ایالات د افغانانو د شتمنیو د مصادرې او ډالۍ کولو حق نه لري.
د ازبکستان له حکومت څخه هیله کېږي، چې په دې برخه کې له هر ډول راکړې ورکړې ډډه وکړي، د ښه ګاونډیتوب په نظر کې نیولو سره عاقلانه تصمیم ونیسي او د افغانستان د هوايي ځواکونو د الوتکو او چورلکو په تسلیمولو کې همکاري وکړي.