د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۹۴ تنه ځوان منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت دبیلابیلو قطعاتو او سیمه ایزو قول اردوګانو ۹۴ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د توپچي، نشانزني او جمع نظام له مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.
مسؤلینو فارغانو ته د تقوا په هکله هر اړخیزه وینا وکړه او زیاته يې کړه: خپلې ټولې کړنې د شریعت په رڼا کې ترسره کړې او هم تقوا غوره کړئ ځکه تقوا د دنیا او اخرت د کامیابي سبب کیږي.
ورته مهال نویو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی وښود، مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.