د مخابرې او معلوماتي تکنالوژۍ ریاست څخه ٥١ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

s.mohmand

د ملي دفاع وزارت ستردرستیز د مخابرې او معلوماتي تکنالوژي ریاست د ظرفیت لوړولو له دوه میاشتني له بیلابیلو مسلکي زده کړو له دریمې دورې څخه ٥١ تنه ځوان منسوبین له مسلکي کورسونو څخه نن د یو لړ ځانګړو مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغه مراسمو کې د مخابرې او تکنالوژې ریاست رئیس مولوي صلاح الدین "خویدم" پخپله وینا کې وویل: خپلو کارونو ته متوجې اوسئ او په کارونو کې هیڅکله غفلت درنه ونشي کوشش وکړئ چې اداره د خپلو اصولو مطابق پرمخ یوسئ او د خپلو مشرانو اطاعت کوئ.

غونډه یادو فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.