د ٢٠٣ منصوري قول اردو په لومړۍ پلې لواء کې لسګونه نظامي وسايط ترميم شول

web_admin

د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند لومړۍ پلې لواء په ورکشاپ کې ۷۳ عرادې بېلابیل ډول نظامي وسايط ترمیم شول، چې په دغه وسایطو کې ۳۷ عرادې هاموې ټانکونه، ۴ عرادې انټرنیشنل او ۳۰ عرادې رینجر موتر شامل دي. 

د یادونې وړ ده چې تردې وړاندې هم ګڼ شمېر وسایط د نوموړې لواء د مسؤلينو له لورې ترميم او ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.