د ستردرستیز د ملي انجنیرۍ لواء په تخار ولایت کې یو ستراتیژیک پل پرانست

web_admin

وروستیو سېلابونو د تخار ولایت د چال ولسوالۍ د (جان تاغلي) په سیمه کې له سیند څخه تېر شوی پل ویجاړ کړی وو، چې د بغلان ولایت د ګذرګاه نور، خوست او فرنګ ولسوالیو او د تخار ولایت د چال ولسوالیو مواصلاتي لاره وه او اوسېدونکو ته یې ستونزې رامنځ ته کړې وې، د ځايي اوسېدونکو د غوښتنې پر بنسټ او د ملي دفاع وزارت د رهبرۍ تر لارښوونې لاندې د ملي دفاع وزارت د ستردرستیز د انجنیرۍ ټیمونو د دغه سیند پر سر د "مې بي جانسون" ډوله ستراتیژیک پل په اساسي ډول جوړ کړ، چې تیره ورځ د ستر درستیز د انجینرۍ ریاست رئیس مولوي نصرالله "منصور" او د ۲۱۷ عمري قول اردو قوماندان مولوي امان الدین "منصور" له لوري پرانیستل شو.

دغه پل چې د ۳۰ ټنو ثابت وزن او له ۵۰ څخه تر ۶۰ ټنو پورې متحرک وزن قابلیت لري، چې د یادو ولایتونو او سیمو اوسیدونکو ستونزې به هوارې کړي.