ه ۲۰۷ الفاروق قول اردو کې ۳۸۰ میله بیلابیل ډول اسلحې او ګڼ شمېر وسایط ترمیم شول
د تېر یو کال په اوږدو کې د ۲۰۷ الفاروق قول اردو په حمایوي کنډک کې ۳۸۰ میله بېلابیل ډول اسلحې، ۹۰ عراده هاموې ټانګونه، ۴۸ عراده زنجیردار روسي ټانګونه، ۴۰ عراده انترنیشنل موټر، ۳۵ عراده ضربتي ټانګونه او ۵ عراده کرنګ ترمیم شوي دي.
د یادونې وړ ده چې دغه تخریب شوي ټانګونه او وسلې د تېرې ادارې له لوري تخریب او پاتې شوي وو، له ترمیم وروسته د دوهم ځل لپاره خدمت ته اماده شول.