د ملي دفاع وزارت د استخباراتو معاونیت منسوبینو په کابل کې درې تنه له پوځي مهماتو او الوتکو له پرزو سره يوځاى ونيول

web_admin

 
د ملي دفاع وزارت د استخباراتو معینیت د ضد استخباراتو ریاست زوړور منسوبینو په کابل کې د یو لړ کشفي راپورونو په ترڅ کې درې تنه له ۱۲۸ د الوتکو بېلابېل ډوله پرزو ، ۸ قبضه تفنګچو، ۲۵ پایه مخابره، ۴ تخته باروت او یو شمېر نورو توکو سره نیولي دي.

ترلاسه شوي مهمات او تجهیزات شاوخوا یو میلون ډالر ارزښت لري چې د ملي اسلامي اردو ځواکونو په شپه او ورځ هڅو سره لاس ته ورغلي.

نیول شوي کسان د لا زیاتو څیړنو په موخه اړوند ادارو ته وسپارل شول.