د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۸۳ تنه مجاهد منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له دوه میاشتنیو مسلکي کورسونو څخه د بېلابیلو قول اردوګانو او قطعاتو ۸۳ تنه منسوبین نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

مسؤلینو له نويو فارغانو ته هر اړخیزې ویناوې وکړې او زیاته یې کړه: چې په خپلو قطعاتو او جزوتامونو کې نور منسوبین هم د مسلکي زده کړو د ترلاسه کولو په پار وهڅوئ ،همدا راز مسؤلینو له فارغانو څخه وغوښتل چې اسلامي نظام ته خدمت د شریعت په رڼا کې ترسره کړئ. 

ورته مهال نویو فارغانو د هیواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی وښود، مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.