د ریاست الوزرا اداري مرستیال د ۲۰۹ الفتح قول اردو څخه لیدنه وکړه

web_admin

نن ورځ د ا.ا.ا د ریاست الوزرا اداري مرستیال مولوي عبدالسلام "حنفي" بلخ ولایت ته سفر وکړ او ۲۰۹ الفتح قول اردو ته ولاړ هلته یې د یو باب مسجد د ډبرې ایښودلو ترڅنګ د یادې قول اردو له مسؤلینو سره ولیدل.

ریاست الوزرا اداري مرستیال له ښوونیز مرکز او نورو بېلابیلو برخو څخه هم لیدنه وکړه او مسؤلینو ته یې د هر راز همکاریو ډاډ یې ورکړ.