د عبدالله بن مسعود رض د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ څخه ۱۲۶ تنه ځوان منسوبین فارغ شول

web_admin

د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو ۱۲۶ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ له څلور میاشتنیو بېلابیلو مسلکي زده کړو څخه نن د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شول.

دغو مراسمو کې د مسؤلینو د ګډون ترڅنګ فارغانو ته د وینا پرمهال زیاته کړه: تاسو د ظاهري اعداد له یوې برخې څخه فارغ شوي یاست، هڅه وکړئ په خپلو مسلکي برخو کې د عصر د غوښتونو سره سم نورې زده کړې هم ترلاسه کړئ او خپل ځانونه په باطني اعداد سمبال کړئ، باطني اعداد د خپل نفس پر وړاندې شریعت او اسلامي نظام ته لومړیتوب ورکول دي. 

ورته مهال یادو فارغانو مسؤلینو ته ډاډ ورکړ چې د خپل سر او وینو په بدل کې به له اسلامي نظام او هېواد څخه ساتنه کوئ، مراسم فارغانو ته د مسؤلینو له لورې د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېدل.