په پکتیکا کې ګڼ شمېر وسلې او مهمات ونيول شول

web_admin

د ۲۰۳ منصوري قول اردو اړوند نهمې سرحدي لواء د کشف او استخباراتو منسوبینو له لوري د کشفي راپورونو پر بنسټ د پکتیکا ولايت په بېلابېلو سیمو کې د عملیاتو پر مهال ۲۳ میله سپکې او درنې وسلې او مهمات ونیول شول.

په نیول شویو وسلو کې (۱۸) میله کلاشينکوف، (۳) میله پیکاه (۱) قبضه راکټ (۱) ضرب ۸۲، (۷) قبضې لاسي بمونه او ګڼ شمېر د سپکو او درنو وسلو مهمات شامل دي.