په کابل کې د ځانګړو ځواکونو د لومړي کنډک قوماندانۍ مرکز پرانیستل شو
د لومړي ځل لپاره تېره ورځ د ملي اسلامي اردو د ځانګړو ځواکونو (کمانډو) قوماندانۍ مرکز د کابل په ګارنیزون کې په هېواد کې د امنیت د لا ښه تأمین په موخه پرانیستل شو.
مسؤلينو پخپلو خبرو کې د ملي دفاع وزارت په قطعاتو او جزوتامونو کې د ځانګړو ځواکونو د مرکز پرانیستل يو مهم ګام وباله او د هېواد په نورو ولايتونو کې يې د دغه مرکز د پرانستلو خبر ورکړ.
د ملي اسلامي اردو ځانګړي ځواکونه(کمانډو) په عصري او پرمختللو وسلو سمبال او په مسلکي ډول روزل شوي دي، چې په هر ډول شرایطو کې به خپلو دندو ته دوام ورکوي.