د تخار ولایت نمک آب ولسوالۍ سېلاب ځپلو ۴۰۰کورنیو ته د ملي دفاع وزارت مرستې

web_admin


ملي دفاع وزارت د هېواد په شمال ختیځ کې له سېلاب ځپلو هېوادوالو سره د مرستو په دوام دا ځل د تخار ولايت د نمک آب ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې له ۴۰۰ مستحقو کورنیو سره د خوراکي توکو او جامو مرسته وکړه.

دغه مرستې د ٢١٧ عمري قول اردو د مسوولينو له خوا په دې ولسوالۍ کې د وروستيو سېلابونو له امله زيانمنو شويو هېوادوالو ته ووېشل شوې.