د ملي دفاع وزارت ستردرستیز روغتیایي چارو قوماندانۍ د بغلان ولایت له ټپیانو سره د درملو مرسته وکړه
د ستردرستیز روغتیایي چارو قوماندانۍ رهبرۍ د لارښوونې په اساس د یادې قوماندانۍ له مرکزي ډیپو څخه د بغلان ولایت ټپیانو او متضرره هېوادوالو ته د اولیه کمک په موخه ۱۵ قلمه اړین توکي او درمل مرسته وکړه.
همدارنګه د ٢١٧ عمري قول اردو د ساحوي روغتون روغتيايي ټيمونه د سېلابونو راوتلو له وخته تر اوسه پورې په بغلان کې له زيانمنو هیوادوالو او ټپيانو سره اوږه په اوږه ولاړ دي او له هيڅ راز مرستو څخه يې ډډه نه ده کړې.