د هیواد په شمال کې د وروستیو سېلابونو راوتلو په اړه د وسلوال پوځ لوی درستیز د تسلیت پیغام!

web_admin
شنبه ۱۴۰۳/۲/۲۲ - ۱۹:۵۶
د هیواد په شمال کې د وروستیو سېلابونو راوتلو په اړه د وسلوال پوځ لوی درستیز د تسلیت پیغام!

په ډیر تأسف سره خبر شولو چې تیره جمعه د هیواد په شمال بغلان، غور، تخار، بدخشان او هرات ولایتونو کې د وروستیو سېلابونو راوتلو له امله زموږ ګڼ شمېر هیوادوال شهیدان، ټپیان او بې کوره شوي دي او خپل شیرین ځانونه یې له لاسه ورکړي دي د وسلوال پوځ لوی درستیز رهبري د دوی کورنیو ته د غم شریکی او تسلیت مراتب وړاندې کوي او د لوی خدای ج له دربار څخه د دغې حادثې شهیدانو ته فردوس جنت ټپیانو ته عاجله شفاء غوښتکې دی.

د وسلوال پوځ لوی درستیز الحاج قاري محمد فصیح الدین "فطرت" د طبعي پیښو سره د مبارزې په وړاندې بنسټونو، ملي سوداګرو، د ملي اسلامي اردو په زړورو ځواکونو او د افغانستان په دینداره ولس غږ کوي چې د ضرر لیدونکې سیمې او له خپلو متضررو هیوادوالو سره چې هر څومره کیږي عاجلې خپلې مرستې وکړی او د هر ډول کوشش دریغ ونه کړي.

وروستي خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۴/۴/۳۱ - ۱۶:۴۱
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست له ازبکستاني پلاوي سره وکتل

د ملي دفاع وزارت سرپرست الحاج مولوي محمد یعقوب "مجاهد" پخپل کاري دفتر کې د ازبکستان هيواد د استخباراتو له رئیس جنرال کوربونوف باخودیر، د نوموړي مرستیال جنرال مختورف فرخ، د ازبکستان د. . .

یکشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۷ - ۱۸:۱۰
Background image

د ملي دفاع وزارت سرپرست د ایران د بهرنیو چارو له وزیر او مل پلاوي سره ولیدل

د ملي دفاع وزارت سرپرست مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن پخپل کاري دفتر کې د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي او ورسره مل پلاوي کوربه و.

په دې لیدنه کې د ملي دفاع وزير د ایراني. . .

پنجشنبه ۱۴۰۳/۱۱/۴ - ۱۵:۴۴
Background image

د قطر هېواد شارژدافیر د افغانستان د اسلامي امارت له دفاع وزیر سره وکتل

د ا.ا.ا، د ملي دفاع وزير مولوي محمد یعقوب "مجاهد" نن په خپل کاري دفتر کې، په کابل کې د قطر هېواد شارژدافیر محترم مُردِف القاشوطي خپل حضور ته ومنلو.

ښاغلي وزير د قوي او تل پاتې اړیکو. . .

بېرته خبرونه ته