مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۲۶مه
د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۲۵ ترهګرو وژل کیدل
کابل-افغانستان: د ملي اردو ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې ۶ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۲۳ځانګړي کوماندویي دندې او ۵ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی، د افغانستان هوایي ځواکونو۴۶ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۵ تنه وسله وال ترهګر وژل، ۵ تنه ن ټپیان او ۱۱ تنه نور نیول شوي دي. دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د لغمان، پکتیکا، پکتیا، میدان وردک، بادغیس،غور، بلخ، بغلان، کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۴ موټر سایکلونه له منځه وړل شوي او د کندز ولایت د چهار درې ولسوالۍ کې ۸ تنه ترهګر وژل شوي، ۸ تنه نیول شوي، ۳ کړۍ ماینونه،د هاوان ۲ ګولۍ، د نارنجک انداز ۱۰ ګولۍ او د پیګا او دهشکې ۴ شریدونه له منځه وړل شوي دي . همدا راز د غور ولایت د چهار صدې ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۵ تنه ټپیان او د میدان وردګو ولایت د سید آباد ولسوالۍ کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۳ تنه نیول شوي، د مبایل ۸ سیټونه، ۵۰۲۰ افغانۍ نقدې پیسې، ۱۰ پیژند پانې، د اماراتو یوه پیژند پاڼه، یو جلد لیسنس، د موټر ۵ جواز سیرونه او یو شمیر تبلیغاني ورقې لاسته راغلي دي. د یاونې وړ ده چې په دغو نښتو کې ۴ تنه د ملي اردو زړور سرتیري شهیدان او ۱۰ تنه نور ټپیان شوي دي . د ملي دفاع وزارت مشرتابه د پاک الله له درباره څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ژر تر ژر روغتیا او پاتې کورنیو ته یې د زړه صبر غوښتنه کوي. دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.