مطبوعاتي خبر پاڼه د ۱۳۹۷ لمریز کال کب د میاشتې ۲۴ مه
د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۲۶ ترهګرو وژل کیدل
کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې ۶ ګډ تعرضي او چاڼیز عملیات،۸۰ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۰هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی، د افغانستان هوایي ځواکونو۵۵ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۲۶ تنه وسله وال ترهګر وژل، ۲۱ تنه ټپیان او ۳تنه نور نیول شوي دي.
دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د خوست، لوګر، پکتیکا، ارزګان، بادغیس، بلخ، کندز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د کندز ولایت د دشت ارچي په ولسوالۍ کې ۱۲ تنه ترهګر وژل شوي او ۱۸ تنه ټپیان، د هلمند ولایت د نادعلي او ګرشک ولسوالیو کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۲ تنه ټپیان، ۲ تنه نیول شوي، د چاودیدونکو توکو نه ډک یو موټر او ۱۵ کړۍ ماینونه کشف او شنډ شوي او د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ د مهر آباد درې په سیمه کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي، یو تن ټپي او یو تن نیول شوی دی .
همدا راز د پکتیکا ولایت د ګیان ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر وژل شوي او د بادغیس ولایت د بالامرغاب ولسوالۍ کې ۲ تنه ترهګر له منځه وړل شوي دي.
د یاونې وړ ده چې په دغو نښتو کې د ملي اردو یو شمیر زړورو سرتیرو ته هم مرګ ژوبله اووښتې ده. د ملي دفاع وزارت مشرتابه د پاک الله له درباره څخه شهیدانو ته د فردوس جنت، ټپیانو ته د ژر تر ژر روغتیا او پاتې کورنیو ته یې د زړه صبر غوښتنه کوي.
دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.