مطبوعاتي خبر پاڼه د 1397، لمریز کال کب د میاشتې ۲۲ مه

zia_omid

د هیواد په بیلابیلو سیمو کې د ۳۸ ترهګرو وژل کیدل

کابل-افغانستان: د افغانستان ملي دفاعي اوامنیتي ځواکونو په تیرو۲۴ساعتونو کې ۲ ګډ تعرضی او چاڼیز عملیات، ۱۴ ځانګړي کوماندویي دندې او ۱۵ هوایي بریدونه د جګړه مارانو او ترهګرو په ځالو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه د هیواد په بیلابیلو سیمو کې تر سره کړی د افغانستان هوایي ځواکونو ۱۴۷ الوتنې د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي چې په پایله کې ۳۸ تنه وسله وال ترهګر وژل او۲۹ تنه نور ټپیان شوي دي.

دا عملیات د هوایي ځواکونو په ملاتړ د خوست، کندهار، فراه، هرات او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي چې په پایله کې د هلمند ولایت د ګرشک، سنګین،نهر سراج او موسی کلا ولسوالیو کې ۲۲ تنه ترهګر وژل شوي او یو تن ټپي، د کندهار ولایت د خاکریز او غورک ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۵ تنه ټپیان او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی دی.

همدا راز د فراه ولایت د بالابلوک ولسوالۍ کې ۵ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان او د هرات ولایت د پشتون زرغون ولسوالۍ کې ۴ تنه ترهګر وژل شوي او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

دملي اردو زړور منسوبين د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانۍ او سرښندنو ته چمتو دي ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.