‏د ۲۰۵ البدر قول اردو په ورکشاپونو کې ګڼ شمېر بیلابیل ډول پوځي وسایط ترمیم شول

web_admin

د ۲۰۵ البدر قول اردو اړوند د ابو دجانه دريمې پلې لوا د مسلکي ټيمونو او تخنيکي انجينرانو په زیار او تلاش سره  د پنځم اکمالاتو کنډک په مرسته، ۴۴ عرادې پوځي وسایط ترمیم شول، په ترميم شویو وسايطو کې، ۴۰ انټرنېشنل کامازان او ۴ کرينګان شامل وو، چې د تيرو جګړو پر مهال ويجاړ شوي وو.

د یادې لوا درستیزوال حاجي موسی «اکا» په خپلو خبرو کې وويل:«چې ترميم شوي نظامي وسایط به د تشکیل مطابق ټولو کنډکونو او جزوتامونو ته وويشل شي».

د يادونې ده، چې په تير کې هم زيات شمېر بېلابېل ډول پوځي وسايط د ملي اسلامي اردو د منسوبينو له لوري ترميم او ګټې اخيستنې ته سپارل شوي دي.