د ملي دفاع وزارت او د حکومت د رسنیو مرکز ترمنځ د همکارۍ تفاهم لیک لاسلیک شو

web_admin

د همکارۍ دغه تفاهم لیک د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو ریاست او د ریاست الوزارء د دفتر ریاست د ستراتیژیکو او عامه چارو معاونیت د حکومت د رسنیو مرکز ریاست سره د موجوده ظرفیتونو د مسلکي کولو او لازیاتې همکارۍ او همغږۍ په موخه نن د ملي دفاع وزارت په مقر کې لاسلیک شو.

د همکارۍ دغه تفاهم لیک د ملي دفاع وزارت په استازولۍ د ستراتیژیکو اړیکو او.عامه چارو رئیس او د ملي دفاع وزارت ویاند مفتي عنایت الله (خوارزمي) او د ریاست الوزارء دفتر ریاست په استازولۍ د حکومت د رسنیو مرکز رئیس مفتي نعیم الحق (حقاني) ترمنځ په داسې حال کې لاسلیک شو چې د ستر درستیز درستیزوال مولوي شبیر احمد (عثماني) د ملي دفاع وزارت یو شمیر رئیسانو او د اداره امور د سترتیژیکو او عامه چارو معاونیت معاون قاری عبدالستار (سعید) پکې ګډون کړی وو.

په دغو مراسمو کې د ملي دفاع وزارت د ستراتیژیکو اړیکو او عامه چارو رئیس په مرکزي او ساحوي جزوتامونو کې د ښې همغږۍ یادونه وکړه او ویي ویل: د غه تفاهم لیک چې نن د اسلامي امارت د دوو مهمو ارګانونو ترمنځ لاسلیک شو، نه یوازې دا چې همکاري به پیاوړې کړي، بلکې معلوماتي وړتیا به هم زیاته شي.

دغه راز د حکومت د رسنيو د مرکز رئیس د ملي دفاع وزارت له مطبوعاتو سره همکاري د ملت او دولت ترمنځ د اړيکو د ټينګښت په لاره کې يو ارزښتناک ګام وباله او زياته يې کړه: چې موږ د مطبوعاتو د منسوبينو هڅې او سرښندنې د يادونې وړ بولو.

د ملي دفاع وزارت او دحکومت د رسنیو مرکز به د دې تفاهم لیک په پایله کې د عامه پوهاوي یوه بله دروازه پرانستل شي، د دغه تفاهم لیک له لاسلیکولو وروسته به اړخونه د تطبیق او نوښت مسئولیت کمیټه جوړوي.