حضرت عبدالله ابن مسعود رضی الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو له قوماندانۍ څخه ۵۶ تنه منسوبین فارغ شول
د ملي دفاع وزارت د بیلابیلو قطعاتو او جزوتامونو(۵۶) تنه ځوان منسوبین د تعلیماتو او پرسونل معاونیت اړوند د حضرت عبدالله ابن مسعود رضي الله عنه د جګړه ایزو ګډو زده کړو قوماندانۍ د بېلابیلو څانګو له دوه میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه وروسته نن د یوې غونډې په ترڅ کې فارغ شول.
مسؤلینو یادو فارغانو ته د مبارکۍ ترڅنګ لازمې توصیې وکړې او زیاته یې کړه: په ټولو شرعي امورو کې د خپلو امیرانو پوره اطاعت وکړئ او د زده کړو ترلاسه کولو په برخه کې د فارغ شويو مجاهدینو هڅې د قدر وړ وبللې،.له فارغانو څخه يې وغوښتل چې دنده د الله ج د رضا او اسلامي نظام ته د ښه خدمت په موخه ترسره کړي.
ورته مهال نویو فارغانو اسلامي نظام څخه د ساتنې او دفاع په پار د هیواد په هر ګوټ کې خدمت کولو ته چمتووالي وښود، غونډه فارغانو ته د بری لیکونو په ورکولو سره پای ته ورسېده.